زابل کې د ځمکې پر سر شخړه کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی

زابل کې د ځمکې پر سر شخړه کې یوه پلار خپل زوی په ډزو وژلی


  • 1 کال دمخه (03/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 672

ځایي چارواکي وایي، د زابل په جلدک ولسوالۍ کې یوه سپین ږیري پلار خپل ۳۰ کلن زوی په ډزو ویشتلی او وژلی دی. 

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې پېښه تېره ورځ د پلار او زوی ترمنځ د ځمکې پر سر تر شخړې وروسته رامنځ‌ته شوې ده.  

د هغه په خبره، یاد سپین ږیري شپږ کاله وړاندې خپل ورور هم د ځمکې پر سر وژلی و.

سرچینې ویلي، په قتل تورن سپین‌ږیری د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.