د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی دی.
پېښه تېره روځ ماسپښین مهال د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د «لوړتۍ جانخیلو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ یو کس د مقابلې کورنۍ له لوري په «لور» وهل شوی او د سختو ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی؛ خو دوی یې د نیولو هڅې کوي.