د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوه شپانه ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې پېښه تېره ورځ د نازیانو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه زیاته کړې، دغو ماشومانو د غره په لمنه کې خپله رمه څروله، چې د ماین ښکار شول.
د نوراکت او محمد رضا په نومونو دغو ماشومانو ۱۳ او ۱۱ کاله عمرونه لرل.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پخواني ماینونه او ناچاوده مرمۍ وخت ناوخت له ولسي خلکو ژوند اخلي.
ډېر کله د دغو پېښو قربانیان تنکي ماشومان وي.