د تصوف سوله ييز غورځنګ زموږ ادب ته ډېر څه ور بښلي دي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار
  • 1449

هسې خو هر اسماني او ځمکنی دين له اَره له پاړکيزو ناخوالو سره ديوه سوله ييز پاڅون او ژغورنده غورځنګ زېږنده ده او په دې لړکې اسلام هم د څلور ګونو يوګروهيزو(موحدو) ابراهيمي اديانو د وروستي اوتر ټولو بشپړ دين په توګه د سوله ييزې او نياومنې مبارزې يو ځلاند تاريخ ترشا پرېښی او له همدغه برکته يې نن سبا په پنځګونو لويو وچو کې د لارويانو شمېره تر يوه مليارده وراوړي.
سوله ييزه او نياومنه مبارزه په دې مانا چې خپراوی يې وار له مخه، له ((وماعليناالی البلاغ)) سره سم پر تبليغ او بلنه ولاړوو، نه د زور او جبر له لارې او تر هغې يې تورې ته لاس نه وروړ چې ترڅو به يې پر وړاندې توره نه راپورته کېده. په دې توګه يې د ستر پيغمبر د مهال له هماغو سپېڅلو جګړو ((غزاګانو)) نيولې تر راتپلو صليبو جنګونو پر وړاندې دفاعي جهادونه ټول نياومن ول. هغه يهودو نصاراوو، مجوسانو(زرتشتيانو)... چې دبلنې له مننې به يې ډډه کوله او بې له له تاوتريخوالي او جنګ جګړې يې پرخپلو ګروهو ټينګار کاوه، د((...لکم دينکم و لی دين)) له يزداني حکم سره سم به يې دسرو مال ژمندويي او تضمين کېده. د نورو بې شمېرو دليلونو برهانونو په لړ کې همدا يو لاسوند بس ووچې اسلام په هماغه پيلامه کې ديوه پراخليدي او ازاد  ګروهي دين په توګه زباد ته ورسي. له((سېکولرېزم)) څخه هم  نن سبا د نا سمې دود شوې((بېدينۍ)) پرځای د همداسې يوې((ازاد دينۍ)) جاج اخېستل کېږي.
خو، له يزيده تر حجاجه چې هغه سپېڅلې ګروهه او بلنه د ځانګړې سياسي ګټې وټې او واک و ځواک لپاره ځانګړې شوه، نور دفاعي او سپېڅلې جګړې((جهاد)) ځای خونړيو بلوسګرانه(تعرضي) جنګونو ونيو. د همدغو تش په نامه سپېڅلو جنګ جګړو په بهير کې توند لاريو او بنسټپاليو ته هم لاره هواره شوه. ورو ورو يې د مسلمانانو ترمنځ ځانځانۍ او بې اتفاقۍ را و ټوکولې او د يوه يوازېني اسلامي ((ملت)) او اړوند((خلافت)) پر وړاندې پر تاريخي- جغرافيايي او ژبتو کميزو بنسټونو د بېلابېلو ملتونو د(بيا) رغاونې ازاديپال پاڅونونه او غورځنګونه رامنځته شول.
له همدې لامله د نامسلمانو، لکه واخلې، په شپږمه پېړۍ کې د مغولو د تېريو او تاړاکونو پر وړاندې د ګډ اسلامي جهاد روحيه نوره کمزورې شوې وه او په اسانه يې له عربو تر عجمو اسلامي اوېجه له سېلمې په اور و وينو کې را ونغښته.

او تصوف را ميدان ته شو
وايي چې اسلامي تصوف(mysticism ) په نومېرلې بڼه د ستر اسلامي پوهاند امام غزالي په نوښت رادود شوی، هغه هم د هغو بېلاريو، بنسټپاليو او توند لاريو پر وړاندې د يوه غبرګون په توګه چې يوشمېر سختدريځو دينښووانو ((ملايانو)) يې سرغندويي کوله.
د تصوف لپاره لاتين او بيا انګرېزي دوه انډولونه دود لري(( sophism)) او
 ((mysticism ))، خو ډېری ختيځپوهان همدا دويمه نومونه(اصطلاح) کاروي او لومړۍ ((sophism)) د يوناني- رومي فلسفې هماغه ناسم يا درغلي ښوونځی وو چې عربي شوې بڼه يې((سفسطه)) ده او پښتو انډول يې ((ګانکړپي)) راځي. په دې ډول ښايي د ((mysticism)) او((sophism) جوليز ورتوالی د دې لامل شوی اوسي چې ځېنې سيندکښونکي او پوهان يې سره ګډوي او ((هممانېزونهsynonyms)) يې انګېري، حال داچې له تخنيکي پلوه  دغه نومونې سره له ټکروييونو (accidental words) پرته نور څه نه دي
هسې خوکېدای شي، امام غزالي د دغې ديني- فلسفي ليد توګې په دودونه کې له هغه فلسفي ښوونځي څخه، که الهام اخېستی نه وي، د مناظرې او جدال په فن کې به ځنې لږوډېر اغېز من شوی او برخمن شوی اوسي. يو لاسوند يې هم داچې دغه سترامام د خپل مهالپېر دود ((اسلامي-منقول)) او ((معقول-يوناني) علوم او فنون راخپل کړي ول اوله منتقدينو يا تفرقه اچوونکو(معتزله وو) سره يې په ګړنيو او لفظي مخامختياووکې ستر نوم ګټلی وو. مانا داچې پوره اګاهانه يا نيم اګاهانه به همدغو ناپايو ګړنيو شخړو دې پايلې ته رسولی وي چې د يادشويو بېلاريو، ځانځانيو او توندلاريو پر وړاندې له ((تصوف)) پرته  بله سوله ييزه احتجاجي او دفاعي منځلاره نشته!
هغه له اوسنۍ  نومونې سره سم يو دينپوهاند(theologist)وو او تر بل هرچا يې د نورو اسماني او نا اسماني ګروهو دينونو په اړه هم زياته پوهه او خبرتيا درلوده او په دې لړ کې يې د ختيزو مذهبونو، لکه زرتشتي، ماني او بودايي او ان موسوي(يهودي) دين((تصوف)) د((تزکيۀ نفس)) په جاج  د اړوندې نومونې((تصوف)) غوندې اسلامي جامه ور اغوستې او له اووګونو مقامونو څخه يې لومړنی دا((شريعت)) وو. خو له دې سره سره د توندلارو ملايانو پرې سر نه خلاصېده او له هماغه پيله ورسره ناباندې او په اخ و ډب کې ول. هسې خو ښايي له دغه پلوه ډېرو صوفيانو، دروېشانو او ويناوالو، شاعرانو پټ و ښکاره کړاوونه او بلهارۍ ګاللي او زغملي وي، خو حسين منصور بن حلاج پکې يوه پيلامه او سېمبول شو چې پر ٢٣٤لېږدي(٨٥٨زېږدي) کال يې پر سپينه رڼا ورځ د بغداد په ګڼمېشتي بازار کې په ډېره سخت زړۍ او تورزړۍ پر دار وخېژاوه او د وحدت الوجود هغه سالار هم تر وروستۍ سلګۍ پورې د ((انالحق)) نارې وهلې. لنډ اندو او توند لارو ملايانو داسې انګېرله چې دغه بوږنوړې بخوله(فاجعه) به نوره  د هغې نوې رادود شوې سپېڅلې سوله ييزې لارې او لاروۍ پايټکی  شي، له دې ناخبره چې پر سرچپه ډول ورته نوره هم لاره ور هواروي او بې شمېرو لارويانو ته پر يوه تلپاتې مخبېلګه او تلبلاندې بلينډه(مشعل) بدلېږي. همدابلانده بلينډه وه چې په زرينو پلوشو کې يې د شعرو ادب لارويانو لومړی ځل له فلسفي اند و واند سره پېژندويي پيدا کړه او په ټول اسلامي ختيځ کې دتصوفي اوعرفاني ادب په نامه د يوه نوي ادبي بهير او لارې لېلې پيلامه وګرځېده. په ځانګړي ډول په شعر او بيا غزل کې د توکيزو ځمکنيو سېمبولونو له مانيزو اسماني هغو سره اړخونه بدل کړل او له دې سره زموږ په ژبنی هنر کې د((مجازې)) مينې ترڅنګه ((حقيقي)) مينې هم غځونې وکړې.
د ساشننې(psychoanalyses) له ګوټليده شعر له تصوف(mysticism)، عرفان (gnosticism)او ديني ګروهې سره په يوه ټولۍ کې راځي اوهغه داچې انسان ورته د يوی رواني تکيه ګاه په توګه اړتيا لري. ځکه دپژني(جسماني) اړتياوو له پلوه يې ورپېښې نهيلۍ او بې برخۍ چې په ناځانخبرې اوېجه(تحت الشعوري قلمرو) کې پرله پسې زېرمه کېږي، د خړوبونې او ارامونې لپاره روا ني هغې ته پنا وروړي. په دې لړ کې شعر تربل هر ادبي- هنري ځېله د همدا سې تمبېدلو او زندۍ شويو هيلو او غوښتنو يوه خورا اغېزمنه وسيله او ويانده ژبه ده او بيا چې عرفاني وړانګې هم راونغاړي، نو هله د يوه تلپاتې لاهوتي سرود بڼه راخپله کړي.
دا سمه ده، هماغه نور چې د هسته يي فېزيک څانګپوهان يې د توکيزې نړۍ، ژوند او هستۍ سرچينه بولي، د اسماني ګروهې او په ځانګړي ډول د تصوف او عرفان لارويان يې هم بولي؛ په همدومره توپير چې هغوی يې سرچينه د پينې او پنځ(کائناتو او طبيعت) دننه فيزيکي جسم((لمر)) په نامه نومېري او دوی يې ترې بهر مېتافيزيکي((اِلَهي)). لکه د اسلام ستر استازی چې وايي:
انا مِن نوراللهِ و کلهم من نوري.
مولانا همدغه جاج د وحدت الوجود له ليدګوټه په شاعرانه جوله او جامه کې رانغاړي:
بشنو از نی چون حکايت ميکند- وز جداييها شکايت ميکند...
او شيخ متی(623-688هق) هم په يوه عرفاني سرودکې راپسوللی دی:
وګړيو! ولې متی ژاړي؟   سورې يې اورې غاړې غاړې
څه غواړي، څه وايي، څه باړي؟  خپل تون او کورو کلی غواړي
   چوڼی چې بيل سي، نيمه خواسي،
   تل يې د بڼ پر لور ژړاسي!
که څه هم د همدغه يوه عرفاني سرود په يوه بله برخه کې د وحدت الشهود ليدتوګه  هم را انځوري:
... خاونده! ښکلی ستا جمال دی  ښکاره يې لور پر لور کمال دی
که ورځ، که شپه، که پېړۍ کال دی  ستا د قدرت کمکی مثال دی
               ستا د لورونو يو رڼا ده 
    دلته چې جوړه تماشا ده...
ارزاني بياهم((ټول دی دی)) داسې راپېيي:
    د يوه وحدت له اصله- د کثرت شول ډېر فروع
اوانصاري يې هم په لازړه راکښونکې شاعرانه- صوفيانه ژبه:
    په وحدت له هره جوده بېګانه يم
    په کثرت(که) د ميرزا په خوله ويېږم
 خو ستر خوشال له ټولې شاعرانه رندۍ سره ورته عرفاني اندتوګه په يوه ښکلي او کوټلي غزل کې راپسولي:
که مسجد ګورې که دير- واړه يو دی نشته غير
يومې بياموند په هرڅه کې- چې مې وکړ د زړه سير...
ښايي خوشال لومړی پښتو وينا وال وي چې ددغې سپېڅلې لارې رودې لومړنی بلهاری((منصور)) يې نه يوازې د عرفاني، بلکې د ملي پيغام لپاره
هم سېمبولايز کړی دی:
   نوره درسته پښتونخوا پرځای مېشته ده
   دا يو زه دې زمانې پکې ((منصور)) کړم!
]د اسلامي تصوف د څانګيزو سکالوو او بيا د پښتني فرهنګ او ادب، په تېره د روښاني  تصوفي  لارې په تړاو دې د اوبپاڼو له لارې د ښاغلي اکبرکرګر خپرو شويو ليکنو او((په حالنامه کې د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څېره)) اثر ته مخه وشي[.