د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي چې روسيې د اوکراین پر سومي ښار بريد کړی او عام وګړي يې په نښه کړي دي.
دغه بريد کې تراوسه د درې تنو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
دغه بريد د تېرې ورځې له مذاکراتو وروسته کيږي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې اوکراین د روسيې هوايي اډه په نښه او د ۷ ميليارده ډالرو په ارزښت يې ۴۰ جنګي الوتکې له منځه يوړې يا يې تخريب کړې.