ارزوګان کې یو کس په ډزو وژل شوی

ارزوګان کې یو کس په ډزو وژل شوی


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 80

د اروزګان ولایت د امنیې قومندانۍ مسئولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یو کس د وسله والو کسانو لخوا ویشتل شوی او وژل شوی دی. 

د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني سمسور نیوز ته ویلي‎، چې نعمت الله نن سهار مهال په جغلي سړک سیمه کې د یوې شخصي دوښمنۍ په نتېجه کې وژل شوی دی. 

د اروزګاني په وینا، د دغه کس د وژلو په تور یې دوه کسان نیولي او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري. 

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې پرون شپه په هرات ولایت کې هم یو وسله وال کس د امنیتي ځواکونو سره په نښته کي ووژل شو او یو بل ژوندی ونیول شو.