د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په تېره نومبر میاشت کې ۱۲ تنه افغانان په دار ځړولي دي.
نوموړي سازمان پرون شپه د یادې میاشتې په اړه په یوه راپور کې دا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړي او ویلي یې دي، چې دا افغانان د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.
معلومه نه ده، چې دا افغانان د کومو جرمونو په تورونو اعدام شوي او نه هم د ایران حکومت د دغه خبر تر لېکلو پورې پدې اړه څه ویلي دي.
د دغه سازمان لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې، ایران د روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا تر ډسمبر میاشتې پورې ۶۱ تنه افغانان اعدام کړي دي.