په تېرو درېیو کې د پاکستان له زندانونو ۵۲۰ نور افغان بندیان ازاد او بېرته هېواد ته رستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه افغانان د غبرګولي له ۲۸مې تر ۳۰مې ڼېټې پورې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې یاد کسان د قانوني اسنادو لرلو سربېره نیول شوي او له یوې تر درېیو ورځو پورې بندیان وو.
سرچینه زیاتوي چې راستانه شوي له ثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې په وروستیو نږدې څلورو کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغان په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې ډېری دغه افغانان د سرپرست حکومت د هڅو په پایله کې ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.