مجاهد: د توماس ویست وروستۍ ناستې د امریکا په ګټه هم نه‌دي

مجاهد: د توماس ویست وروستۍ ناستې د امریکا په ګټه هم نه‌دي


  • 2 کاله دمخه (02/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 661

سمسور (۱۲غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا ویاند «ذبیح الله مجاهد» د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «توماس ویسټ» او د افغانستان د سیاسي شخصیتونو ترمنځ وروستیو لیدنو ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی د حکومت پر ضد د خلکو هڅول د امریکا په ګټه هم نه دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې توماس ویسټ په دې وروستیو کې هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او پاکستان ته سفرونه کړي او هلته یې د ا.ا د مخالفو سیاسي ګوندونو له استازو سره لیدلي دي.

د دغو ناستو په تړاو «ذبیح الله مجاهد» له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکايي استازي د سفرونو دغه لړۍ دوه حالتونه لري.

نوموړي زیاته کړې، دا سفرونه به هغه وخت ګټور وي چې امریکا په سیمه کې د سولې او امنیت په لټه کې وي، خو که دا سفر د ا.ا پر ضد د خلکو د هڅولو لپاره وي، د امریکا په ګټه هم نه دي.

نهه میاشتې تیرې شوې، د ا.ا نوي حکومت لا هم نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.