د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي چې یو وخت به نړۍ امریکا ته احترام کاوه، خو اوس ورپورې خاندي.
نوموړي د خپل ټاکنيز کمپاین یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې چې امریکا پرانیستي سرحدونه نه غواړي، امریکایان یو داسې حکومت غواړي چې د دوی حقونو ته احترام وکړي او د امریکا له ازادۍ او امنیت دفاع وکولای شي.
د ټرمپ په خبره امریکا هغه احترام غواړي چې څلور کاله وړاندې یې درلود خو اوس یې نه لري.
نوموړي دا خبرې د ایلان ماسک په ګډون په هغه ځای کې کړې دي چې درې میاشتې وړاندې پکې پر ده باندې برید شوی ؤ.