افغانستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا پر ستونزې خبرې کړې

افغانستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا پر ستونزې خبرې کړې


  • 2 کاله دمخه (17/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 779

سمسور نیوز (۲۶لېندۍ۱۴۰۱) د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره د وارداتي برېښنا د پر چاوۍ په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له عصمت الله ایرګشوف سره تليفوني خبرو کې ويلي، چې د ازبکستان وارداتي برېښنا کمښت افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي. 

په اعلامیه کې راغلي، چې ستانکزي له ازبک لوري غوښتي، چې د وارداتي برېښنا کچه دې د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي ستونزو له امله د ازبکستان وارداتي برښنا جريان افغانستان ته پرې شوى، چې د برېښنا پر چاويو د کابل په ګډون، د يو شمېر ولايتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. 

د اعلامیې له مخې، د ازبکستان ځانګړي استازي ويلي، چې د هوا په سړېدو سره ددغه هېواد د برېښنا سيستم کې تخنيکي ستونزه رامنځه شوې ده. 

ایرګشوف ويلي، چې د افغانستان د برېښنا د لېږد کچه يو څه لوړه شوې، چې په خبره يې نوره به هم زياده شي.