د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکي وایي یو تن خپل پلار او د ورور خسر وژلي او له سیمې تښتیدلی دی.
د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي په ادرسکن ولسوالۍ کې د دوه تنو وژل کیدل تاییدوي او وايي دغه پیښه د یادې ولسوالۍ په میر آله سیمه کې رامنځته شوې او قاتل له سیمې تښتیدلی دی.
د مسوولینو په وینا له قربانیانو سره د قاتل خپلوي نه ده مشخص شوې خو په دې اړه څیړنې روانې دی.