د ځمکې ساعت؛ یوناما: نن‌ شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه مړه کړئ

د ځمکې ساعت؛ یوناما: نن‌ شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه مړه کړئ


  • 9 مياشتي دمخه (23/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 431

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د افغانستان له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې نن شپه له ۸:۳۰ څخه د یو ساعت لپاره په خپلو کورونو کې څراغونه مړه کړي.  

یوناما پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه نړیوال اقدام کولای شي د اقلیم له بدلون سره په مبارزه کې ستر بدلون راولي. 

د ځمکې ساعت د طبعیت نړیوال صندوق او شریکانو له لوري یې په ۲۰۰۷ کال کې رامنځ ته شو او اوس له ۱۸۰ زیاتو هېوادونو کې ترسره کېږي.  

په دې کلنۍ پېښه کې له کورنیو او کسب‌ګرو غوښتنه کېږي، چې د یو ساعت لپاره غیر ضروري څراغونه مړه کړي.

دا کار هر کال د دې لپاره کېږي، چې خلک طبیعت او اقلیمي بدلون ته پاملرنه وکړي.