نامعلومو وسله‌والو بلوچستان کې دوه پاکستاني افسران وژلي او وسلې یې ترې وړي

نامعلومو وسله‌والو بلوچستان کې دوه پاکستاني افسران وژلي او وسلې یې ترې وړي


  • 1 کال دمخه (21/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 609

سمسور نیوز (۲کب۱۴۰۱) ناپېژندو وسله والو بلوچستان کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې د منظور احمد او محمد اسلم په نومونو دوه افسران وژل شوي دي. 

پېښه نن له غرمې وړاندې د بلوچستان په «مستونګ» سيمه کې رامنځ ته شوې ده.   

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې وسله والو د افسرانو وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنیتي کسانو د بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.  

که څه تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی؛ خو بلوچستان کې ډېر کله ورته بریدونه د بلوچ بېلتون پالې ډلې کار دی.