د امریکا کانګرس: له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو امکان کم دی.

د امریکا کانګرس: له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو امکان کم دی.


  • 3 کاله دمخه (23/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1646

د امریکا کانګرس غړي وايي، چې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوي او دا وېره شته، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به، په یاد هېواد کې جګړې زور واخلي او د القاعده په شمول به د نورو ترهګرو ډلو فعالیت ته هم زمینه برابره شي.

د یاد کانګرس غړي مایک روګرس له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په اوسني وضیعت کې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه ناشونې ده، او ښايي بایډڼ هم په دې تړاو له بېړې کولو تیر شي.

نوموړي ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل هغه وخت شوني دي، چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو ودريږي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي وو، چې ښايي بايډن له افغانستان څخه خپل سرتيري ونه باسي