روسیه د افغان سولې پر سر بحثونه کوي

روسیه د افغان سولې پر سر بحثونه کوي


  • 3 کاله دمخه (21/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1025

روسیه وایي، د افغانستان سوله ورته مهمه ده او په همدې موخه د سیمې هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مسکو کې له هندي چارواکو سره په خبرو کې ویلي، روسیه په افغانستان کې د یوې دایمي سولې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د افغانستان د سولې لپاره د مسکو او پاکستان اړیکې هم پراخې شوې او هند باید په دې اړه اندیښمن نشي.

نوموړي زیاته کړې، روسیه په سیمه کې د یو سوکاله افغانستان غوښتونکې ده او هڅه کوي طالبان یو دایمي اوربند ته قایل کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی و او هلته یې د روسیې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي و.