دیني عالمان به روژه کې له منبرونو د سولې غږ اوچت کړي

دیني عالمان به روژه کې له منبرونو د سولې غږ اوچت کړي


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1464

 

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي هرات ولایت ته په سفر کې له ځایي علماوو وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې له منبره، د سولې، یووالي، ورورولي او سخاوت غږ اوچت کړي.

ښاغلي حلیمي د ټولنې په سمون کې د علماوو پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه زمونږ منبرونه باید خلکو ته د سولې، امن او برابرۍ واضح پیغام ورسوي.

د حج او اوقافو وزیر زیاته کړه دولت د علماوو مشورو ته ارزښت ورکوي او ژمن دی چې د دوی هر ډول ستونزې واوري.

محمد قاسم حلیمي د هیواد په شتمنو هم غږ وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت کې د مجبورو، یتیمو او معیوبو هیوادوالو لاسنیوی وکړي.

د هرات علماوو، د حج او اوقافو وزیر ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان به هڅه وکړي د منبر له لارې د سولې، یووالي، امن او برابرۍ غږ اوچت کړي.