د وروستیو ورښتونو له کبله؛ هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر لوړ شو

د وروستیو ورښتونو له کبله؛ هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر لوړ شو


  • 6 مياشتي دمخه (04/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 253

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر  ۳۹ ته رسېدلی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ویلي چې په ټول هېواد کې ۳۹ تنه مړه شوي، ۳۰ تنه ټپیان شوي، ۶۳۷ د استوګنې کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۴ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

بلخوا د سالنګ لویه لار د سختې واورې ورېدو له امله د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د واورې د ورښت، تېز باد او محدود لید له امله دا لاره لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

نوموړی زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ لږ واوره ورېده او د سالنګونو په بېلابېلو سیمو کې د واورې ضخامت له ۱٬۵ مترو څخه تر ۳ مترو پورې رسېږي.

د یادونې ده چې په هېوادکې د سختو واورو ورېدو د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړي او د خټو د کورونو د نړېدو او د زرګونو څارویو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.