امریکا له افغانستان سره د مرستو لپاره درې جوازونه صادر کړل

امریکا له افغانستان سره د مرستو لپاره درې جوازونه صادر کړل


  • 2 کاله دمخه (23/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1031

سمسور پریس (پنج‌شنبه د مرغومي ۲) امریکا له افغانستان د بشردوستانه او نورو مرستو رسولو لپاره تازه درې نور جوازونه صادر کړل.

دا جوازونه د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر صادر کړي، چې له مخې یې له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو او توکو په رسولو کې اسانتیا برابرېدای شي او د مرستو بهیر هم جاري ساتلای شي.  

دې وزرات ویلي، چې دا اقدامات د افغانانو د ملاتړ او د امریکا د بندیزونو تر تاثیر لاندې سیمو ته د بشري مرستو او توکو د لېږد پر اجازې ټینګار کوي. 

که څه هم له دې سره به غیردولتي، نړیوال سازمانونه او د امریکا دولت اجازه ولري، چې افغانستان ته مرستې واستوي؛ خو طالبان به دغو مرستو ته هېڅ لاس‌رسی ونه‌ولري.