احمد مسعود: استبدادي نظامونه هېڅ وخت پایښت نه لري

احمد مسعود: استبدادي نظامونه هېڅ وخت پایښت نه لري


  • 2 کاله دمخه (30/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 863

سمسور نیوز (۹لېندۍ۱۴۰۱) د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایي، استبدادي نظامونه هېڅ کله دوام نه‌شي کولای.

مسعود تاجکستان کې د هرات امنیتي ناستې په دوه ورځنۍ غونډه کې ویلي، چې افغانستان اوسمهال د افغانانو لپاره په بندخونې اوښتی. 

نوموړي پر اسلامي امارت غږ کړی، د کوم څه ادعا چې لري په عمل کې دې هم ثابته کړي. 

هغه زياته کړې، که ا.ا ځان د خلکو استازی ګڼي؛ نو د نړيوالې ټولنې تر څار لاندې ټاکنو دې نه ويرېږي.

د هرات لسمه امنیتي غونډه، چې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه، د بشري حقونو د بې‌قید او شرطه رعایت، له ترورېزم سره پر مبارزې او د یو ټول‌شموله سیاسي نظام د جوړېدو په ټینګار سره پای‌ته ورسېده.  

په دې غونډه کې له ۱۲۰ څخه زیاتو سیاسي څېرو او د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون او ویناوې وکړې.  

ا.ا تر اوسه دې ناستې په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.