د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادېمير پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه غږېدلی دی.
ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې تر بریالېتوب وروسته په لومړي ځل له ولادېمير پوتین سره د اوکراین پر جګړې خبرې کړي او له پوتین یې غوښتي چې اوکراین کې دې جګړه نه پراخوي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې ټرمپ په اوکراین کې د جګړې د ختمېدو په پار خبرو اترو ته لېوالتیا ښودلې ده.