- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ډاکټر سيف الرحمان پښتون .
- 1191
يو څو ورځې مخکې مې په فس بوک کې وليکل چې د يومسلکي ماليکيولر بيالوجيسټ په حيث د کرونا وبا په خلاف په دې سخت حالت کې د خپل بى وزله ولس د چوپړ په موخه د عامې روغتياوزارت سره د يو رضاکار Volnteer په توګه حاضر يم چې هر رنګه تخنيکي او مسلکي مرسته وکړم.
نو هم هغه وو چې ۳ ورځې پس د عامې روغتيا معين صيب پيکان راپسې زنګ وکړ او راته يې ويل چې ته Molecular Bilogist يې ؟
ما ورته ويل چې هو صيب زه ماليکيولر بيالوجيسټ يم او
۱۵ کاله په همدې څانګه کې عملى تجربه لرم يعنى د وايروس په تشخيص او تحقيق کې او الحمدالله زما تحقيق په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان په هيواد کې تايد شوې او د انګلستان په Viroligy Journal کې خپور شوې دې او په انټرنيټ کې د هغوى په سايټ کې اوس هم موجود دې.
نو معين صيب راته وويل چې ښه مونږ سره د کرونا مبارزه کې همکاري کولې شې که نه ؟
ما ورته ويل چې ولې نه معين صيب دا زما ولس دې دا زما هيواد دې او زه د خپل ولس او د هيواد په خاطر هرې قربانې ته اماده يم حکم کوې .
معين صيب پوښتنه وکړه چې ښه ته به څومره معاش او انسينټيو غواې ؟
ما ورته ويل چې جناب معين صيب زه له تاسو نه معاش غواړم نه انسينټيو غواړم نه وظيفه غواړم ... که تاسو زما مسلکى او تخنيکى مرستې ته ضرورت لرې نو حاضر يم چې مرسته وکړم .... معين صيب خوشال شو او مننه يې وکړه او راته يې وويل چې زه د عرضه خدماتو رياست ريس ډاکټر خالد سعادتى صيب ته ستا شميره ورکوم او ورته وايم چې ډير زر د تا سره يو ملاقات وکړي .
لنډه دا چې د عرضه خدماتو ريس هم راسره وليدل او وې ويل چې مونږ تا ته سخت ضرورت لرو او مونږ غواړو چې ته چونکې په د بخش کې يو تجربه لرونکې ماليکيولر بيالوجسټ يې نو زه غواړم چې تاسو ته عاجل د کرونا د يو يونټ مشري درکړم .... خو معاش به څومره غواړې ؟
ما ورته ويل چې ريس صيب معاش نه غواړم وياړه کار درسره کوم ډير خوشال شو . . ويل ښه ده بس CV راوليږه .
دا هر څه چې فيصله شو نو د عرضه خدماتو ريس بيرته وزارت ته لاړ ....
خو بدبختانه بدبختانه چې لږ ساعت روسته د مرکزى لابرانو امر ډاکټر ناصر خبر شو ...هغه راغى او را ته ويې ويل چې ډاکټر پښتون زمونږ ټيم پوره دې مونږ د هيچا همکارى ته اړتيا نه لرو ... حال دا چې مرکزى لابراتوار په ټول افغانستان کې يو Molecular Biologist هم نه لري .
دا خو پريږده خداى شته چې ډير سخت يې تهديد هم کړم زه حق حيران پاتې شوم چې ښه خدايه د څنګه انسان سره مخامخ شوې ... خو په هر صورت ما ورته ويل چې ښه صيب سمه ده ته دلته امر يې او ستا خوښه.
خو دلته زه دې ته حيران يم چې
هغه امريکا چې مونږ ته خيرات راکوي
هغه د کرونا په هکله بى وسه ده او ټرمپ د چين ولسمشر ته زنګ وهي او مرسته ترې غواړي. . .
توبه خدايه هغه د نړې ستر مغرور انسان هم مات شو او د امريکا د ولس د بقا په خاطر يې چين ته د مرسته لاس ور اوږد کړ . . .
خو راشه بلې خوا ته وګوره چې
زمونږ د مرکزى لابراتوار امر صيب وايي چې زمونږ ټيم پوره دې او مونږ د هيچا مسلکې او تخنيکې مرستې ته اړتيا نه لرو . .
حال دا چې دوي په ټول افغانستان کې د مرکزى لابراتوارونو لپاره تر اوسه يو مسلکي ماليکيولر بيالوجيسټ هم نه لري . .
که نه نو دا ګز او دا ميدان
سمه ده الله دې توفيق درکړي .
الله دې تا ته هدايت نصيب کړي
خو زما په اند يا خو دوي وبا نه پيژني او يا د چوکۍ فکر و غم ليوني کړي دي. . . .
خو زه ډيره يره لرم چې خداى مه کړه خداى مه کړه داسې خلک به د خپل لالچ د لاسه دا بى چاره ولس د يو ستر ناورين سره مخامخ کړي .
ما خپل فرض ادا کړل خپل وس مې وکړ
بى چاره ولسه نور دې خداى مل شه .
په درنښت
ستاسو ورور
ډاکټر سيف الرحمان پښتون .
کابل افغانستان.