ستانکزی: امریکایي ډرون اوس هم د افغانستان پر فضایي حریم ګزمې وهي

ستانکزی: امریکایي ډرون اوس هم د افغانستان پر فضایي حریم ګزمې وهي


  • 1 کال دمخه (19/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 504

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، د افغانستان پر هوایي حریم لاهم امریکایي ډرون الوتکې ګزمې کوي.

شېر محمد عباس ستانکزی تېره ورځ سې شنبه (د وږي ۲۸مه) پنجشېر ولایت ته تللی او هلته يې په يوه ولسي غونډه کې خبرې کړې دي.

هغه په دې غونډه کې ویلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې نظامي ماتې خوړلې؛ خو اوس سیاسي او استخباراتي جګړه پر مخ وړي.    

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان هوایي حریم د امریکا له خوا نقض شوی، چې دا د دوحې هوکړې خلاف عمل دی. 

ستانکزي د نجونو زده کړې یوه مهمه اړتيا بللې او د ژر پيليدو هيله یې څرګنده کړې ده.  

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې غونډه کې ملي یووالی د هېواد لپاره مهمه اړتیا ګڼلې او له ټولو سیاسي مخالفینو یې غوښتي، چې هېواد ته ستانه شي. 

عباس ستانکزی یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د پکتیا ولایت پر فضا د بې پیلوټه الوتکې د ګزمې خبرونه ورکړل شوي دي. 

د سرپرست حکومت چارواکو تر دې وړاندې هم د امریکا له لوري د افغانستان هوایي حریم پر نقض نیوکې کړې وې.