ایرانۍ رسنۍ: د ایران مرستې د خلکو پر ځای طالبانو ته رسېږي

ایرانۍ رسنۍ: د ایران مرستې د خلکو پر ځای طالبانو ته رسېږي


  • 3 کاله دمخه (10/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1221

د راپورونو له‌مخې، چې یوې ایرانۍ ورځپاڼې ویلي، د ایران مرستې طالبان ترلاسه کوي او په خپله خوښه یې مصرفوي. 

د ایران حکومت ته نږدې ورځپاڼې په ګڼه کې د طالبانو افراطي ډله د افغانستان د عام خلکو لپاره د ایران له بشردوستانه مرستو څخه په ناوړه استفادې تورنه کړې ده.

د تسنیم خبري آژانس د راپور په حواله، چې د ایران د بشري مرستو پنځمه بسته، چې ۵۰ ټنه وزن لري او خوراکي توکي، درمل، کمپلې، د اکسیجن بالونونه او د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل دي، د کابل هوایي ډګر ته رسېدلي دي.

ډېر شمیر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د طالبانو واک ته تر رسیدلو وروسته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو دوام مشروط اعلان کړی؛ خو د وضعیت د خرابوالي له امله دا لړۍ تقریباً بی له ځنډه پر مخ روانه ده.

د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو په خبره، په افغانستان کې د بشري مرستو د استفادې د څرنګوالي په هکله جدي شکونه موجود دي.