کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر په داسې مهال ترسره شو چې افغانستان کې تاوتریخوالی وروستي حد کې دی.
طالبان هره ورځ له افغانانو ژوند اخلي
طالبان هره ورځ د جګړې له کبله خلک او کورنۍ بې ځایه کوي.
طالبان هره ورځ پردي اولادونه د پردۍ جګړه کې قرباني کوي.
طالبان هره ورځ پر ملکي وګړو بریدونه کوي.
طالبان هره ورځ بیلابیلو ولایتونو کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنه کوي.
طالبان هره ورځ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان کوي.
طالبان هره ورځ د خلکو په کورونو کې سنګر نیسي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
طالبان هره ورځ خلک شکنجه کوي.
او طالبان هره ورځ هغه اعمال کوي چې هیڅ مذهب او انسانیت کې نشته، خو دا چې د طالبانو موخې جنایتکارانه دي، د دې ټولو لپاره توجیهات لټوي او له بده مرغه چې دا توجیهات د اسلام له نظره ورته پيدا کوي.
طالب اوس په ټوله کې د افغانانو له لوري رټل شوی او افغان حکومت هم هڅه کوي چې د طالبانو اصل بادار سره خبرې وکړي چې څنګه کیدلی شي دا ډله له تاوتریخوالي راوګرځوي.
پاکستان چې په دې اعتراف کوي چې طالبان یې له امریکا او افغان حکومت سره خبرو ته کینولي، خو دا ښکاره ده چې د طالبانو کنټرول له پاکستان سره دی.
که د طالبانو ریموټ په اسلام اباد کې نه وی، نو لږ تر لږه یوه ورځ خو به یې غبرګون ښودلی وی چې موږ هیڅکله د پاکستان په لاس کې نه یو او د هغوی په خوښه خبرو ته نه یو کیناست شوي.
افغان حکومت د سولې لپاره د ټولو هېوادونو دروازې ټکولي او هغوی په دې پوه کړي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
افغان حکومت اسلام اباد ته هم ډاګیزه کړې چې په افغانستان کې ښه وضعیت په پاکستان هم اغیز کولی شي او که وضعیت خراب وي، پاکستان هم ښه ورځ نه شي لیدلی.
پاکستان اوس د ځینو اقتصادي ستونزو له کبله مجبور دی چې دوه اړخیزو ګټو ته درناوی وکړي او یا د طالبانو له تمویل لاس واخلي او یا یې له تاوتریخوالي راوګرځوي.