ثناءالله: ټي ټي پي له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي

ثناءالله: ټي ټي پي له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي


  • 1 کال دمخه (18/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 512

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي، چې له نړۍ سره په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

رانا ثناءالله له پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه څرګندونې ناسمې بللې دي، چې ګواکې افغانستان د پاکستاني طالبانو لپاره امن ځای نه دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې پاکستان د پاکستاني طالبانو لپاره امن‌ځای نه دی او له افغان خاورې پر دوی بریدونه کوي. 

اسلامي امارت تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون بې‌بنسټه بللی او ویلي یې دي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.