سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

چارشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٣
مسکو کې د برید په اړه؛ د روسیي چارواکي څرګندونو ته د تاجکستاني چارواکي غبرګون

مسکو کې د برید په اړه؛ د روسیي چارواکي څرګندونو ته د تاجکستاني چارواکي غبرګون


  • 9 مياشتي دمخه (09/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 285

تاجکستان، د روسیې د یوه لوړ رتبه چارواکي هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو په دوشنبه کې د اوکراین سفارت د تاجکستان وګړي د روسیې خلاف جګړه کې د اجیرو سرتېرو په توګه ګماري.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شاهین صمدي پرون ویلي، چې دا څرګندونې له حقیقت لرې دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف تېره چهارشنبه د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي وو چې مسکو ته نږدې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې د اوکراین د ځانګړو خدماتو اداره لاس لري.

هغه دا هم ویلي وو چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اوکراین سفارت د روسیې خلاف د جګړې لپاره د تاجکستان وګړي د جنګیاليو په توګه ګماري.

اوکراین ویلي په روسیه کې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې چې تر ۱۴۴ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش ومانه، لاس نه لري.