د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ د مارکو بازار یوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې اورلګېدنه د رخت په یوه دوکان کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اور په بشپړ ډول مهار او د زیات زیان اوښتو مخه نیول شوې.
د زابلي د معلوماتو له مخې، په دې اورلګېدنه کې د سمېع الله په نوم یو سوداګر ته ۱۲ لکه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د یادونې ده، چې په دې پېښه کې دوه کسه هم برسېرن ټپیان او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.