مولوي عبدالحمید: د بشار اسد حکومت پرځېدل د سوریې خلکو هیله وه

مولوي عبدالحمید: د بشار اسد حکومت پرځېدل د سوریې خلکو هیله وه


  • 1 مياشت دمخه (08/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 64

په ایران کې د اهل سنتو مشهور امام د بشار اسد د حکومت راپرځېدل د سوریې د خلکو یوه پخوانۍ هیله بللې. 

 

د زاهدان د اهل سنتو امام مولوي عبدالحمید ویلي چې د بشار اسد د حکومت سکوت د سوریې د خلکو یوه پخوانۍ هیله وه او په وینا یې نن ورځ خلک د بشار اسد له دیکتاتورې واکمنۍ د خلاصون په پار خوشالۍ کوي. 

 

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه خوښۍ کې د سوریې له خلکو سره شریک دی.

#SamsoorNews