د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زده‌کوونکي ډوب او مړه شوي

د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زده‌کوونکي ډوب او مړه شوي


  • 1 کال دمخه (21/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 602

د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د ښوونځي دوه زده‌کوونکي په کوکچې سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي،  تېر ماښام د فیض‌اباد ښار پنځمې ناحیې درې اوسېدونکي د لامبو پر مهال د کوکچې سیند اوبو کې ډوب شوي دي.

هغه ویلي، یو کس د ځايي خلکو او امنیتي منسوبینو له لوري ژغورل شوی او دوه نور مړه شوي دي.

د هغه په خبره، له یادو دوو کسان د یوه مړی موندل شوی او د بل کس د جسد پیدا کولو هڅې روانې دي.

د یادونې ده، تېره اونۍ په لغمان ولایت کې هم د لامبو پر مهال درې کسان په سیند کې ډوب او مړه شوي وو.