د عقيدې په خم کې نيابتي زهر !

د عقيدې په خم کې نيابتي زهر !


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • محب الرحمن مالیار
  • 1361

کابو نيمه پېړۍ د نيابتي جګړو جګړه مارانو مختلفو استخباراتي جګړه مارو ته د مذهب اپين ورپيچکاري کړل ترڅو د خپلو ګټو لپاره اور ولګوي او ددې اور لپاره يې کابو نيمه پيړۍ د خاشاکو د پيداکولو يې د پاکستان مدرسې خپل د هدفونو لپاره د سترنج دستراتيژيکو دانو په توګه د لوبې په تخته ولوبول او خپل لوى سياسي حريفان يې کېش او مات کړل .

نيمه پيړۍ کې د امريکا ، روسيې ، انګلستان ترمنځ سياسي جګړه وه امريکا او انګليس خپل حريف شوروي د پاکستان په ابتکار په افغانستان کې ماته کړه او د هغه شکست جبران يې وکړ چې روسيې په ويتنام کې امريکا په ګونډو کړې وه په دې لويه جګړه کې يې يو شمېر واړه هيوادونه دغـو لويو قدرتونو يو دبل په وړاندې ودرول د ساري په ډول پاکستان او هندوستان ، د خليج او عربي هيوادونـو کړکيچونه دا ټول د CIA ،MI6 او KGB ترمنځ په لويه سطحه رقابت روان يا که ووايوو چې د NATO او وارسا بلاکونو ترمنځ جګړه او دغه جګړه په منطقه کې په کوچني محاذونو په مخ وړل کېدله چې دمخه د پورته هيوادونو ياده وشوه ، ددغې جګړې رواني برخه د غربي رسنيو او استخباراتو له لوري رهبري کېده او فزيکې برخه يې د غريبو ، فقيرو هيوادونو کې تطبيقېدله چې د افغانستان ددې لويې لوبې په جال کې لويدلى غريب او ناچاره هېواد دى چې کله پرې د روسانو بلوا روانه وي کله پرې د امريکا غوبل وي ،کله يې د سيمي سرطان پاکستان  ژوند ورګواښي ،کله ايرانيان د خپل د سپاه قدس په مټ د اوبو دامتياز لپاره لښکر کشي وکړي ، کله پاکستان زمونږ په اوبو ،پولو حتى د ټولو شتمنيو د لوټلو او د هندوستان د ګټو د محدودولو لپاره په جګړو پانګونه وکړه .

دا جنګ بيا هم د پانګې او د قدرت د تصاحب ناوړه او تور کاروبار دى چې د مذهب په نامه يې د اور په لمبو پټرول شيندلي ، که څه جګړو هيڅ ارزښت او دينې مشروعيت نه درلود مګر د زهرو کاروباريانو دغه جنګونو ته د مذهب کالي اغوستي کله چې روسان مات شول مجاهدينو ته د جګړو ددوام مشروعيت نه و پاتې مګر دوى د فساد او کمونيزم د بقاياو په نوم د جګړو او وحشتونو قصابي و نه دروله په دوى پسې د طالبانو امارت د شر او فساد تر نامه لانې د جګړې سوټى را واخيست د جګړې د يو بل نوي محاذ زړى  وکره په دې ملت د خون او خرابې داجنون خلاص نه وه چې د يوولسم ستمبر پيښه رامنځ ته شوه د يموکراسۍ لپاره د جګړې يو بل فصل پيل شو دغه جنګ کابو شل کاله دوام ومونده او لا اوسه پورې يې افغان ملت د قصاب پر غولي درولى او کړولى اوس چې د بهرنيانو د وتلو لړۍ پيل شوه جګړه مارو يوځل بيا د جګړو د مشروعيت ارزښت له لاسه ورکړ او يوه نغاره د اشغال د علايمو د پاتې کېدو تر عنوان لاندې وډنګوي چې موخه به يې د پاکستاني او ايراني ګټو  بقاء وي او زمونږ د بندونو  ، سړکونو ، بندرونو او تاسيساتو د نابودلو لپاره د ايران او پاکستان استخبارات يو بله لوبه په کار واچوي لکه لسيزې پخوا چې د نجيب حکومت سقوط شو تنظيمونو ته د کابل د ورانولو اجنډا وسپارل شوه اوس هم عين خبرې د طالب مشرانو له خولو ارادي او غير ارادي ډول وځي لکه موده وړاندې د طالبانو مذاکراتي پلاوي غړي ستانکزي وويل چې نظامي بنسټونه دې منحل شي يا ددوى له قوله د تاسيساتو د يومخ ړنګولو خبرې کيږي او وايي ګواکې اسلامي نظام له نفاذ وروسته به يې بيا له سره ودان کړي د تاسيساتو د ړنګو اجنډا څرکونه د ارزګان د دارالمعلمين څخه پيل شو چې په دې ورستيو کې د فراه د انادرې ولسوالۍ تعمير ، فارياب کې د يو تعمير نړول د الله اکبر په نارو پيل شول .

داچې اوس د امريکايي سرتېرو وروستني جوپه ظاهرآ د بګرام له هوايي اډو وځي دجګړې دلايل نور ختميږي ملت بايد د نصيرالله بابر ، حميدګل او کرنل امام تېره ډرامه ذهن ته ودروي د شاه محمود قريشي د څرګندونـو او د شيخ رشيد له اعترافاتو دې سبق واخلي د بربادۍ په ژۍ ولاړ ملت بايد له بربادۍ وژغوري .

بيشکه چې د سولې او لوبې د پيژندلو شعور بايد تېز او چټک شي ملت بايد هوښيار وي څنګه چې اشغال او غلامۍ غندي دغه ډول دې د سياسي سترنج پر تختې د نيابتي جګړو دسيسي خنثى کړي .