زېلنسکي له روسیې سره  سولې ته لېوالتیا ښودلې

زېلنسکي له روسیې سره سولې ته لېوالتیا ښودلې


  • 2 مياشتي دمخه (17/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 22

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلسنکي ویلي، تمه لري چې د ټرمپ په راتګ سره به د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې اوکراین هم له ټولو دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي، سره له دې چې مسکو اوس له دوی سره په سخته جګړه کې ښکېل دی؛ خو بیا هم د سولې د خبرو لپاره چمتو دی.

تر دې وړاندې بیا ټرمپ ویلي وو، چې د بریا په صورت کې به د اوکراین جګړه ختمه کړي.