سرپرست حکومت: پاکستان کې په وروستیو ناکراریو سخت خواشیني یوو

سرپرست حکومت: پاکستان کې په وروستیو ناکراریو سخت خواشیني یوو


  • 1 کال دمخه (10/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 619

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان په روانو ناکراریو او په کې پر اوښتو تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.   

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په تړاو چې لاریونونه په کې شوي او په ځینو برخو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، خواشیني څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم هیله کوي. 

سرچینې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت په روان وضعیت کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه لسګونه زره پلویانو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پر ملکي او نظامي ودانیو او وسایطو بریدونه کړي او درانه زیانونه یې اړولي دي.