زهٴ دا ګڼم چې په ادبي حلقه كښې دوه ډلې دي يوه هغه ډله ده چې صرف خپل تخليق كوي او دويمه هغه ډله ده چې خپل تخليق هم كوي خو په خپل چاپيرچل كښې د خپل فكر او شعور په بنياد دخپلې نظرئې دپاره عملي مبارزه هم كوي ـ كوم تخليقكاران چې صرف تخليق كوي نو د هغوئ فن خو د يو محقق تر مخې وي ولې د هغوي د ژوند او شخصيت په لړ كښې ډېر كمے محسوسيږي او داسې زمونږ سره د كلاسيک دور ډېر لوے ليكوال دي چې ژوند ئې بيا د وركې په تيارو كښې پروت وي حالانكې چې د هغوئ په تخليقي كار كښې د هغوئ د سوچ او فكر نه استفاده هم كيږي ولې خپل ژوند ئې د محقق دنظره پنا وي ـ دويمه ډله چې په ژوند كښې د يوې مبارزې پلوي وي نو ژوند او شخصيت ئې كه په مكمله توګه نه وي هم خو دومره په ډاګه وي چې د تحقيق په لارو كښې د وركې دتيارو نه بچ وي ـ
ددې كتاب په لمن كښې چې كوم شخصيت زمونږ مخې ته دے نو دوئ د ددغه دويمې ډلې سره اړيكې لري ـ ښاغلے اكبرسيال ـــ چې د ادبي نړۍ يو پيژندلے او وتلے نوم دے ـ د څهٴ تعارف احتياج نهٴ لري دملي او مترقي مبارزې يو پياوړے او منلے ليكوال اور كاركن دے او د ډېر هلكوالي نه دمترقي فكر د لار داسې لاروے دے چې د ډېرو ستونزو نه راتېر شوے دے ډېرې سختې ئې په ځان وړي دي د ملاكنډ او پېښور د جيلونو ورځې شپې ئې ليدلي دي خو دخپلې فكري مبارزې نه ئې لاس نهٴ دي اخستي
زهٴ اكبر سيال د هغه وخت نه پيژنم چې زهٴ وړوكے ووم د سكول طالب علم ووم او سيال صيب دكالج د طالب علمانو د يو منظم تنظيم صدر وو او د يونين په انتخاباتو كښې ئې برخه اخستې وه دغه دور د ضياء دمارشل لاء زمانه وه ـ او د دوئ سره په دغه انتخاباتو كښې داسلامي جمعيت طلبه له خوا پروفيسر ډاكټر فخرالاسلام صيب دپښتون سټوډنټس فېډريشن انعام الله خان او دپيپلز سټوډنټس فېډريشن پرويز په مقابله كښې وو ـ دغه انتخابات فخرالاسلام صيب ګټلي وو ـ ولې سيال صيب چې د مبارزې د مېدان شاه زلمے دے نو دا هم د دوئ د شخصيت او ژوند په راغونډولو كښې اهميت لري چې تاريخ ته پاتې شي ـ
د سيال صيب فكر سوچ او مبارزه ډېره ښكاره ده څهٴ پكښې پټ پناه نشته هر كله چې په نظرياتي بحث كښې اختلاف كيدے شي ـ ولې لوستونكي يا د سيال د پېژندګلو خلق به دا مني چې دے سړي خپله مبارزه د زړهٴ د اخلاصه كړې ده دا يو سلف مېډ انسان دے د دوئ د ژوند، شخصيت او شهرت او مقبولتياپه شا صرف او صرف ددهٴ د اخلاص مندې مترقي نظرئې موجودګي ده ـ او زهٴ دا يوه خبره بله هم كول غواړم چې دسيال صيب په شخصيت کښې ترقي پسندي , ازادي پسندي او قامي فكر د پښتنې خاورې د لوے ملي اتل، قامي مبارز افغان نپولين غازي عمرا خان بابا د وينې دے په دې چې سيال صيب ددغه لوے ملي مشر نوسے دے او چې د چا نيكه د پيرنګي سامراج د مقابلې دپاره پتون ټپولے وو او د تاج برطانيه په ضد ئې د قامي مبارزې دپاره د خپل اولس سر لښكري كوله نو د سيال صيب دا فرض جوړيږي چې هم ددغه فكر سره سم د ژوند په لاره تګ اوكړي او تردې دمه ئې دغه لار پريښې نهٴ ده لكه د هغه وخت خبره ده چې د وزيراعظم جونېجو په زمانه كښې د٫٫ نئ روشني ،،سكول يو منصوبه روانه شوه نو سيال صيب په دغه اداره كښې د ماسټر ټرېنر په عهده خپل فرائض پوره كول چې بيا كله دغه پراجيکټ ختم كړے شو نو په زرګونو كسان بې روزګاره شو ددې دبحالۍ دپاره سيال صيب مبارزه شروع كړه او درې مياشتې ئې دپېښور په سوئيكارنو چوک كښې بهوک هړتالي كېمپ لګولے وو ددغه مبارزې مشري هم دوئ كوله چې كله بيا يوه شپه حكومت د دوئ كېمپ ختم كړو او دوئ ټول موجود ملګري ئې د پېښور سنټرل جېل ته اوليږل نو هلته هم دے اصولي مبارز د ملګرو د حق دپاره داسې اوكړل چې په وړومبۍ شپه دوئ د پروفېشنل كريمنلز خلقو سره واچولې شول ولې سيال صېب دجيل د سپرنټينډنټ نه مطالبه اوكړه چې مونږ دغلته نه شو پاتې كيدې نو بيا هم د دوئ په دغه مطالبه د جېل سپرنټينډنټ چې نور ځان له خالي ځائے ورسره نهٴ وو نو دپهانسي ګهاټ چكۍ ته ئې اوليږل او هلته كښې ئې دجيل پاتې ورځې تېرې كړې سیال صېب راته وئیل چې زمونږ د جېل د خوشي کيدو نه پس مونږ په فيض اباد پنډۍ کې د ټول پاکستان په سطح د احتجاج تابيا وکړه.د مظاهرينو تعداد په زرګونو کښې وو.ما ددغه احتجاج مشري کوله۔۔مونږ د فيض اباد د لارې د اسلام اباد په لويه هائي وې کښې داخل شو.زيرو پواينټ ته لا نه وو رسېدلي چې پوليسو لاټهي چارج شروع کړو او اوښکی بهيوونکي ګېسونه ئې راوشيندل۔.بلها ملګري ګرفتار او زخميان شول۔۔زه د پوليس نه په تېښته کښې بريالے شوم۔۔۔په هسپتالونو کښې مې د ملګرو د دارو درملو بندوبست وکړو.او ايف ايټ اسلام اباد کې مې د وکيل په زريعه د ملګرو ضمانتونه وکړل هم داسې په پېښور پوهنتون كښې د DSF په سياسي هلو ځلو كښې ئې د قېدوبند هوا خوړلې ده ۔ـ سيال ددغه تنظيم د پختون خوا صوبې سکرټري جنرل هم پاتې شوې دے۔۔ غرض دا چې سيال صېب په هره موقع د ليډنګ كردار ادا كړے دے ـ او هغه خبره چې كيږي چې په محفل كښې يو سړے وائي زهٴ د چا ملګرے يم او بل سړے وائي زما كوم ملګري دي نو سيال صېب هم دغه شخصیت دے چې اواز كوي نو وائي زما ملګري څوک دي په کال ۱۹۸۳ء او ۱۹۸۵ء کښې د ایم ار ډي په تحریک کښې به دوي په بټ خېله کښې روزانه د مارشل لاء خلاف جلوس ویستو۔۔ يو ملګري ته به ئې سهرې اچولې وې او هغه به ګرفتار شو.او داسې دوی دغه احتجاجي سلسله روانه کړې وه چې سيال صېب پکښې هم درې میاشتې د ملاکنډ په زندان کښې تېرې کړې وې.د دوي د وېنا مطابق په کال ۱۹۸۴ء کښې په دوي په کور کښې د يو مذهبي ګوند له خوا حمله اوشوه دې يوازې وو او د کور زنانؤ ئې ددغه حمله کوونکو سره لاسونه واچول د دوي ارواښادې مور په دغه حمله کښې په خپل مېړنتوب دې د مرګ نه بچ کړو.داسې د سیاسي هلو ځلو په دوران کښې دوي مفرور وو نو مور ئې ددۀ ټول کتابونه په تنور کښې اوسېزل چې ګنې پولیسو ته ددۀ خلاف څۀ ثبوت ترلاسه نه شي.په ملاکنډ سازش کېس کښې چې افراسیاب خټک کوم بیان په فوجي ټریبونل کښې اورولې وو دغه انګلش پرنټډ بیان هم دوي د پېښور د کسان جرګې دفتر نه ملاکنډ جېل ته هغوئ ته رسولې وو.۔
په کال 1983 کې چې کله باچا خان بابا د بټخيلې د شعيب خان حجرې ته راغلی وو۔ نو سيال ددغه جلسې سټيج سکرټري وو۔۔سيال په دغه موقه ګهنټه نيمه خبرې وکړې او قومي نظمونه يې په کې هم اوويل۔۔او بيا يې باچا خان له مايک ورکړو۔۔بابا خپل تقرير ونه کړو او وې يې چې دې زلمي چې تاسو ته څه اووې هم دغه زما تقرير دے او هم دغه زما پيغام دے۔۔
سيال لا کچه خله هلک وو چې په کال 1976 کې يې د نورو ملګرو په مرسته د ارواښاد محمد اسلام خان عمرخيل په حجره کې يوه درنه مشاعره کړي وه چې په کې رحمت شاه سايل ډاکټر صاحب شاه صابر نور محمد مشال بخت روان عمر خيل او نورو ګڼو شاعرانو ګډون کړې وو۔۔
سیال صېب راته دا هم وئیل چې د پښتون کلچرل ایسوسي ایشن اسلام اباد د پروګرامونو دپاره به مو اکثر پښتانۀ مشران په اسلام اباد کې مېلمانۀ کول يو ځل په ۱۹۹۷ ء کښې مو د اجمل خټک صېب په ذریعه د ولي خان نه د ملاقات وخت واخیستو چې دعوت ورته ورکړو نو یو سحر نهه بجې مو د ملاقات وخت وو او مونږ د اسلام اباد نه په ټاکلي وخت ولي باغ ته اورسېدو.۔ولي خان , سنګین ولي ته زمونږ د راتلو وئیلې وو نو هغه مونږ ته په انتظار وو. ولي خان بابا د واک نه راغے پنجه دارې څپلۍ ئې په پښو وې د کبل نمي او د ګیاه خسڼي ئې په څپلو او پښو پراتۀ وو مونږ سره ئې خېر په خېر اوکړل او وې تاسو خو د وخت ډېر پابند يئ تاسو څوک يئ او څۀ کوئ.۔ مونږ ورته ټوله خبره اوکړه خو ډېر ازاد ميلس ئې نه کوو او باربار به ئې وئیل تاسو څوک يئ مونږ ورته وې دغه مو تنطیم دے او داسې ادبي کلتوري غونډې کوو خو خبره نه جوړېده ۔۔ اخر (سيال) ورته د باچاخان هغه د ۱۹۸۳ ء د جلسې ټوله خبره د خپل سټېج سیکرټري توب د تقریر او د باچاخان بابا خبره اوکړه نو ډير خوشاله شو نيغ زر راپاسېدو او ورته ئې وئيل " راواچوه لاس۔۔ داسې وایه کنه زنده باد " او بیا ئې ورسره درې ګهنټې ښه علمي سیاسي او تاریخي خبرې اوکړې۔
ښاغلي سیال په خېبر ټي وي یو علمي پروګرام "پښتو ټکي په ټکي" هم کړے وو چې څۀ دوه سوه پروګرامونه ئې وړاندې کړې وو په دغه پروګرام کښې به ئې په یو يو ټکي د مطالعې او خوارۍ پته د دې نه لګېده چې د خپلې ژبې سره به ئې د نورو ژبو حوالې هم راوړې. ددغه علمي سلسلې نه ډېرو طالبعلمانو ذده کړه کړې وه۔۔
داسې د ولي خان بابا د وفات په شپه سيال په خېبر ټي وي د شپې دوه ګهنټې د ښاغلي ډاکټر خادم حسين په شمول په ولي خان نيغ په نيغه لائیو پروګرام کړې وو او وې چې سحر روان شوم د ولي خان جنازې له تلم د اسلام اباد نه په ګاډي کښې کښېناستم نو د شانه راته یو کس اووې چې تۀ خو هغه نه ئې چې بېګا دې په ولي خان پروګرام کوو نو وې ما ورته وې چې او تاسو څوک يئ نو هغه کس شاعر خالد خان ادینا وو هغه هم جنازې له روان وو.۔وې مونږ وې چې دا خو تاریخي موقع ده يو کېمره مېن به هم کتل غواړي چې د بابا د جسد خاکي سره تصویرونه اوباسو نو چې هلته اورسېدو ډېره ګڼه وه سرخ پوش ولاړ وو خو ماته چې به چا کتل نو غيږه به يې هم راکړه ژړا به ئې راته هم وکړه او لار به ئې هم راکوله او ډېر زر مونږ د بابا د تابوت خواته اورسېدو اوس مونږ د تصویرونو پروګرام هم جوړ کړے وو چې یو تصویر واخستې شو نو ما د کيمره مين نه تپوس اوکړو چې تصویر ټیک دے کۀ نه نو هغه وې چې بابا پکښې رانغې نو ما وې چې دا خو اونه شوه بل اوباسه هلته ګڼه وه ټول لائن مونږ ایسار کړے وو۔ټيل جق وو دغلته په سټيج ناست محمد اعظم خان هوتي اووې چې دا ولې ۔۔ نو سرخ پوشو ورته وې دوي تصویرونه اوباسي نو هغه وئيل لرکړه دا خلق۔۔ اوئې غورزوئ لار وزګاره کړئ ۔۔او چې مونږ له سرخ پوش راتلل نو يو کس رامخکښې شو سور کوتک ورسره وو او سرخ پوشو ته ته يې وې اودرېږئ دا خو اکبر سيال صيب دے زمونږ مشر دے مونږ تصویرونه ویستل او بیا ما تپوس اوکړو چې دا هلک څوک وو نو چا راته اووې چې دا اميرحېدر خان هوتي دے ما وې چې پلار ئې راته قهرېدو او زوي ئې بچ کړو۔۔
دغسې سيال صيب ادبي هلې ځلې هم ښه په چستۍ سره سر ته رسولې دي ـ په كال ٧٥/١٩٧٤ء كښې ئې په بټ خېله كښې دپښتانه ادبي ملګري ''پام'' يو تنظيم راجوړ كړو چې دغه وخت د دوئ عمر ډېر كم وو خو په وينه كښې ئې د مبارزې جوش وو او چې كله د ضياء په مارشل لاء كښې د بټ خېلې رضا شاه رضا صاحب دا تجويز پېش كړو چې د ډويژن په كچ دې يوه غونډه راجوړه كړو او يو ادبي تنظيم دې پكښې اعلان كړو هر کله چې رضا صېب هم داسې اوكړل ـ په خپله حجره كښې ئې د ډويژن د ليكوالو جرګه راجوړه كړه ـ خو چې كله پكښې د یو چا له خوا د جنرل ضياء الحق د حكومت د خېر مقدم قرارداد پېش كړے شو نو سيال صيب ئې مخالفت ته پاسېدو چې مونږ د يو فوجي امر او ډكټېټر خېر مقدم نهٴ شو كولے ـ خو دا خبره دومره وړه نهٴ وه ـ په اجلاس كښې انتشار جوړشو انتظاميې مداخلت اوكړو او سيال صېب سره د ملګرو ګرفتار شو ـ
پښتانه ادبي ملګري پام دا وخت هم ډېر فعال كردار ادا كوي ادبي هلې ځلې كوي ډېر نوموړي ليكوال ئې زيږولي دي او د سيال صيب او د دوئ د وخت د ملګرو بركت دے چې داسې ادبي سوچ فكر او كار ته ئې هغه وخت لار سمه كړه ـ
ددې نه وروستو سيال صېب پښتو ادبي جرګه ملاكنډ كښې د رحمت شاه سائل صيب،ډاکټر صاحب شاه صابر مرحوم ډاكټر زيار مرحوم او ددغه جرګې د نورو ملګرو سره خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او ددغه فكري مكتب په ليكوالو كښې ئې يو ځانګړے مقام پېدا كړو ـ د ارواښاد ډاكټر زيار د وينا مطابق دوئ په دغه جرګه كښې د كال ١٩٨٢ء نه دكال ١٩٩٣ء پورې د لويو شاعرانو تر څنګ يو فعال كردار ادا كړے دے ـ هم دغسې سيال صيب په اسلام اۤباد كښې د پښتون كلچر ايسوسي ايشن د سېوري لاندې د تېرو پنځویشت كالو خواؤ شا نه خپلې ادبي علمي او كلتوري هلې ځلې كوي او ډېر پښتانهٴ ليكوال، سياسي او سماجي مشران ئې په دغه فلېټ فارم ځلولي او ښكاره كړي دي ـ ددغه تنظيم له خوا ئې د ژبې او ادب سره دخپل كلتور نمائندګي هم كړې ده او د قامي ستونزو خبره ئې دخپل ملي او مترقي سوچ سره دنیا ته وړاندې كړې ده ـ او هم په دې هلو ځلو كښې مونږ ته د لوے ملي اتل عمرا خان بابا ژوندے تصوير د سيال صيب په صورت كښې مخې ته راځي چې خپله قامي ذمه واري په ايماندارۍ سره سر ته رسوي د دې سیاسي سماجي او ادبي مبارزې سره سیال صېب علمي مبارزه هم کړې ده. لکه څنګه چې ئې لوے درانۀ سیمینارونه او غونډې راجوړې کړې دي نو د جاپانی ایمبیسۍ د څو اهلکارو دپاره ئې رضاکارانه د پښتو ژبې د زدکړې خدمت هم تر سره کړے دے او خپله ژبه ئې ورته زده کړې ده. په دغه وختونو کښې چې ئې هغوئ ته د خوشحال بابا کلام واوروو نو هغوئ ترې ډېر متاثره شو او په هغې کښې د هغه وخت د جاپان د ایمبیسۍ د سیاسي امورو مشر حدیقي ایشوزوکا او سیال صېب په شریکه د خوشحال بابا د کلام څۀ انتخاب په جاپاني ژبه کښې ترجمه کړو کوم چې د ترجمې د یوې ګرانې مرحلې نه پس د جاپان د سفارت خانې له خوا په کتابي بڼه شائع کړے شوے هم دے.ښاغلي سیال په خېبر ټي وي یو علمي پروګرام پښتو ټکي په ټکي هم کړے وو چې څۀ دوه سوه پروګرامونه ئې وړاندې کړې وو په دغه پروګرام کښې به ئې په یو يو ټکي د مطالعې او خوارۍ پته د دې نه لګېده چې د خپلې ژبې سره به ئې د نورو ژبو حوالې هم راوړې. ددغه علمي سلسلې نه ډېرو طالبعلمانو ذده کړه کړې وه.
دسيال صيب شاعري هم د دوئ د نظرياتي فكر په غيږ كښې تخليق كيږي د دوئ د شعر د ټكي ټكي نه د دوئ د فكري خوږو څاڅكي راڅاڅي ـ
چې د مغلو په كنډر كښې اوسي
پښتنې څنګه خوشحال خان پېدا كړي
ددې شعر تجزيه كول كه په ظاهره اسانه ښكاري ولې دا ديو لوے تاريخ تصوير او د موجوده صورتحال دردېدونكے عكس دے ـ دا په لفظونو كښې د بيانولو نه زيات په زړهٴ محسوسول غواړي ـ دغه درد دا كيفيت د تاريخ مطالعه، قامي او تهذيبي مشاهده او د تخليق تجربه غواړي ـ د لفظونو انتخاب ساده پېرايه او معنیٰ او مهفوم په صحيح صورت كښې لوستونكو ته وړاندې كول د فنكار نه د پوره مهارت تقاضه كوي او زما خيال دے چې سيال صېب پكښې كامياب شوے دے ـ دا شعرونه ئې ستاسو سره بغير د څهٴ تجزيې نه شريكوم چې دپورتني شعر د زخم دپاره فنكار د كوم مرهم او پټۍ لاره ښائي ـ
دا كاڼي كاڼي غرونه دا درې جوړول غواړي
د خاورو د كورونو نه بنګلې جوړول غواړي
د زړهٴ د تلوسو نه تماشې جوړول غواړي
د خپل وطن په كلو كښې مېلې جوړول غواړي
د خپلو ګل درو د سرو انګورو د غنچو نه
دې تږو تږو شونډو له پيالې جوړول غواړي
پښتونه مېړنيه، جنګياليه، لېونيه
ټوپك ماتول غواړي مدرسې جوړول غواړي
د مرګ په خوب اودهٴ نه كړې د ژوند لېونۍ سترګې
د جبر جنګ پرستو له جنګلې جوړول غواړي
اے سياله تل د مټو په زور نه كيږي جنګونه
اوس وخت دے دشعورنه به مورچې جوړول غواړي
دا كتاب : دا كتاب چې دګران سيال صيب د شاعرۍ او د شخصيت په لړ كښې په منظوم و منثور ډول په خپل ځان كښې كوم ليكونه راټولوي يقيناً چې دا په ادبي او تاريخي حواله د قدر وړ دي ـ په دې كتاب كښې د پښتو د معاصر ادب د سترو ليكوالو اجمل خټک،سلطان صابر، سليم راز افراسياب خټک، سعيد ګوهر،رحمت شاه سائل،ډاكټر خالق زيار، ډاكټر صاحب شاه صابر، ذاكر ايډوكېټ، ډاكټر حنيف خليل، ممتاز علي، هاشم بابر،اسرار د طورو، سيد عابد جان،اخترزمان خټک امان الله نصرت او داسې د نور ليكوالو منظوم او منثور تاثرات شامل دي ـ چې ددغه ليكونو د مطالعې نه دا خبره څرګندېږي چې دا فنكار صرف تخليق كار نهٴ دے بلكې يو مبارز دے په خپله هم تردې دمه متحرک پاتې شوے او تحريک ئې هم پېدا كړے دے ـ قامي او مترقي سوچ له ئې وده وركړې ده ،انساني، سماجي او معاشي ستونزې ئې د قلم په څوكه لوستونكو ته وړاندې كړي دي ـ او په نړيوال كچ چې د انساني رورولۍ امن محبت او مينې كومه دنيا دې په خپل تصور كښې لري د هغې ئې برملا اظهار كړے دے او په واز كومي وائي چې '' په جنګ دې اور اولګي'' په دې چې دا دانسانيت تباهي ده د ترقۍ ټولې لارې بندوي د ازادۍ حق خوري او دسوكالۍ زېلې پرېكوي ـ او هم داسې چې د انساني رورولۍ زنځير راجوړوي نو لكه دحمزه بابا پكښې دپښتون د كړۍ ذكر كوي ـ او زما يقين دے چې په دې بنيادونو سيال صيب د معاصرې شاعرۍ يو ښه فنكار دے
ددې كتاب يو بل اهميت دا هم دے چې د سبا د محقق دپاره به د سيال صېب ژوند او فن په حقله څهٴ چې د دوئ دا مبارزه او جدوجهد چې دوئ د ډېر وړوكوالې راسې شروع كړې وو او تردې دوام لري ددې په حواله به ترې هم ډېر څۀ په اسانه ترلاسه كېږي ـ
زما خبره شايد چې اوږده شوې وي خو زهٴ اوس هم دا اعتراف كوم چې دا ليكل ډېر كم دي كه سيال صېب په خپله دخپل ژوند په حقله خپل يو جدا ليک اوكړي او هغه په كتابي صورت كښې چاپ كړى نو د ادب لوستونكو ته به د دوئ په حقله ډېر معلومات په لاس ورشي او د تحقيق او څېړنې په كار كښې به هم اسانۍ پېدا كړي ـ او ددې ډېر ضرورت دے په دې چې سيال صېب دومره خدمات لري چې د څېړنكارو نظر ځان ته راګرځولے شي ـ
په درناوي
ډاکټر شېرزمان سيماب
پښتواكېډيمي پېښور پوهنتون
٢٨مه جولائي ٢٠٢٠ء