خټک: پاکستاني حکومت له کورمې د جګړې سنګر جوړ کړی

خټک: پاکستاني حکومت له کورمې د جګړې سنګر جوړ کړی


  • 1 مياشت دمخه (30/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 61

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د پاکستان حکومت له کورمې څخه د امریکايي ډالرو لپاره د جګړې سنګر جوړ کړی او هلته یې ګڼ شمېر « تره. ګرې. » ډلې راوستې دي.

 

نوموړي ویلي، د پاکستان حکومت یوازې د پښتون د وینو تږی دی او غواړي چې په دغه سیمه کې له جګړو څخه ډالري پروژې تر لاسه کړي.

 

د خټک په خبره، په کورمه کې روانه جګړه د سني او شعیه وو ترمنځ پر مذهبي مسائیلو نه ده؛ بلکې د پاکستان د پوځ او حکومت په لمسون روانه ده.

#SamsoorNews