جي شنکر: کابل کې مو خپل سفارت ته تخنیکي ټیم لېږلی

جي شنکر: کابل کې مو خپل سفارت ته تخنیکي ټیم لېږلی


  • 1 کال دمخه (09/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 481

 

هند وایي چې افغانستان ته یې د افغانانو د ملاتړ په هدف په کابل کې خپل سفارت ته تخیکي ټیم بېرته استولی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي د دغه ټیم دنده دا ده چې حالات وڅاري او وګوري چې هند په څه ډول د افغانانو ملاتړ کولی شي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې جي شنکر په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته وویل په افغانستان کې د هند تمرکز اوس پر سیاست لږ دی او د افغانانو ملاتړ او په ځانګړي ډول له هغوی سره تاریخي اړیکو ته ډېر دی.

نوموړي ویلي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې خپل ډیپلوماتان له افغانستانه په دې خاطر وایستل چې امنیتي اندېښنه یې لرله او دا کار ډېرو نورو هېوادونو هم وکړ، خو د وخت په تېرېدو یې خپل تخنیکي ټیم بېرته سفارت ته واستاوه، 

او زیاتوي چې دوی له څه مودې راهیسې هلته دي او دنده یې تر یوه حده دا ده چې حالات له نږدې و ارزوي او وګوري چې څرنګه هند په هغه څه کې له افغانانو سره مرسته کولی شي چې هغوی ورته اړتیا لري.

د یادونې ده چې هند د تېرو ځو کلونو  پر مهال د افغانستان یو له څو مهمو مالي ملاتړ کوونکو څخه وو.