د مسکو فارمټ په څنډه کې؛ متقي د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لېدلي

د مسکو فارمټ په څنډه کې؛ متقي د یو شمېر هېوادونو له استازو سره لېدلي


  • 3 مياشتي دمخه (06/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 31

 د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د چین، ایران، ازبکستان، پاکستان او هند له ځانګړو استازو سره لیدلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت له لوري تېره ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې ناستو کې د افغانستان او سيمې هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې متقي په افغانستان کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بللی او ټینګار یې کړی چې دا د افغانستان او د سيمې ټولو هېوادونو په ګټه دی.

هغه همدارنګه د افغانستان او اړوندو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر پراختيا، سوادګرۍ او پانګونې ټینګار کړی دی.

ورته مهال ‎د یادو هېوادونو استازو هم له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د تعامل پر زياتوالي او هر اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه مشورتي ناسته د جمعې په ورځ د افغانستان، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو په ګډون په مسکو کې ترسره شوه.