‏د امریکا او اروپايي ټولنې استازو ایټالیا کې  پر افغان سوله خبرې کړي

‏د امریکا او اروپايي ټولنې استازو ایټالیا کې پر افغان سوله خبرې کړي


  • 3 کاله دمخه (24/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1236

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ایټالیا کې د افغان سولې پر سر د اروپایي ټولنې استازو سره بحث او خبرې کړې دي. 

زلمي خلیل‌زاد د سیمو هېوادونو ته له سفر وروسته ایټالیا ته تللی او د افغان ستونزې حل لپاره یې د اروپایي ټولنې استازو سره خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي، په دې ناسته کې د افغان ستونزې د حل لپاره پر سملاسي سیاسي جوړجاړي ټینګار او هوکړه شوې ده. 

نوموړي دغه‌راز ویلي، دوی افغانستان کې له هغه حکومته ملاتړ کوي، چې ټول ګډونه وي، زعیم یې د خلکو په مستقیمو رایو ټاکل شوی وي، د ښځو او نارینه وو بشري حقونه خوندي کړي او همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او نړیوالو اصولو ته ژمن وي.