پاکستان مارچ میاشت کې له افغانستان سره درې شل اوریزې لوبې کوي

پاکستان مارچ میاشت کې له افغانستان سره درې شل اوریزې لوبې کوي


  • 1 کال دمخه (06/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 696

سمسور نیوز (۱۷سلواغه۱۴۰۱) ټاکل شوې ده، چې د پاکستان کرکټ لوبډله له افغانستان سره درې نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

دا خبره د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي پر خپله ټوېټر پاڼه کړې ده.

خو بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

نوموړي لیکلي، چې دغه سیالۍ به د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په محتده عربي امارتو کې ترسره شي.

هغه زیاته کړې، چې دا کار له افغانستان سره د استرالیا د سیالیو د نه کولو له پرېکړې وروسته کوي.   

سیټي همدغه راز د اسیا کرکټ د نړیوالې شورا دا پرېکړه هم ستایلې ده، چې افغانستان به د اسیا شورا د سیالیو په عوایدو کې هم برابره برخه ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې ترسره شي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې دا لوبې پر شل اوریزې بدلې شوې دي.