بایډن: له فسلطینیانو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی

بایډن: له فسلطینیانو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی


  • 10 مياشتي دمخه (02/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 305

 

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د اردن په لویدیځه غاړه کې له عامو فسلطینیانو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی.
نوموړي تېره ورځ د امریګا مېشګن ایالت کې یوې غونډې ته ویلي، چې له فلسطینیانو سره تاوتریخوالی د نه منلو سرحد ته رسېدلی دی.

هغه ویلي، په یاده سیمه کې اوسنی وضعیت د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه اقدام کې له عامو فلسطینیانو سره د تاوتریخوالي له کبله په څلورو اسرائیلانو بندیز لګولی.

یاد کسان د عامو فلسطینیانو په سوځولو او د هغوی ملکیت په تخریبولو کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې اسرائیل باید په لویدیځه غاړه کې د ولسي خلکو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره اقدامات او د دغه خشونت له مسئولینو سره حساب او کتاب وکړي.

د دغو بندیزونو له مخې په امریکا کې د یادو کسانو ټوله شتمني او ملکیتونه کنګل شوي او امریکایان نه شي کولای، له دوی سره راکړه ورکړه وکړي.

بل لورته بیا د اسرائیلو حکومت د امریکا دا اقدام غندلی دی.