موږ اوسمهال عفوه شوي او مفتوح خلک يو. زه چې ټولنيزې ليکنې کوم، اسانوالي ته ترجيح ورکوم، نو ځکه په ساده ټکو کې وايم چې پخوا به چې يوه لښکر کومه سيمه ونيوله، نو دغه نيول به د (فتحې) او نيول شوي وګړي به (مفتوح) اعلان شوو. له دغو مفتوحه شويو سره به عموما دوه ډوله چلند کېده، يا به «عمومي عفوه» ورته اعلان شوه او يا به له يو سره پرې را شروع شول او سرونه به د غنمو د وږيو په څېر تر ها بل سره غوڅ شول.
دا هم د يادونې وړ ده، چې «عمومي عفوه» به په دې پورې مشروط وه، چې د دې عفوې مستحق هغه څوک کېدلی شي، چې د «فاتح» اوامرو او احکامو ته غاړه کېږدي او هر باغي او سرکښ به له دې عفوې څخه محروم وو. سره له دې چې عفوه به «عمومي» وه.
د فاتح لښکر دغه چلند د جګړه ايز منطق له مخې، سم برېښېده، ځکه دغه فاتح لښکر به يو پردی لښکر وو.
زموږ په هېواد چې کوم لښکر راغلی، هغوی د جګړه ايز او نشنليست منطق خلاف، د فتحې او «عمومي عفوې» اعلان وکړ، او دا خبره خلاف ځکه وه چې د دغه لښکر يوه لويه ادعا دا وه، چې موږ تاسې يو او تاسې موږ ياست. په دغه صورتحال کې عفوه او فتحه اعلانول يو ناسم او غيرمنطقي کار وو.
د دغه لښکر يوه بله لويه مغالطه دا وه، چې خپله بريا يې د مکې له فتحې سره يو شان وګڼله او د ځينو رذيلو ګاونډيو هېوادونو يو شمېر باطل پلوه فرقه يي ملايانو هم دغه ډول يوه پرتله وکړه، نو دغه لښکر چې دې ملايانو ته يې د روحاني مشرانو په سترګه کتل، په خپله ادعا لا کلک شول.
خو دغه مقايسه تر وروستي بريده غيرمنطقي او غيرديني وه/ده. دوه لاملونه يې مهم تر دي:
يو، د مکې فتحه يوه مذهبي فتحه وه، د واک فتحه نه وه. دوهمه خبره دا وه، چې هلته «عمومي عفوه» يوازې کفارو ته اعلان شوه او آن ابو سفيان چې لا هم مسلمان شوی نه وو خو ميلان يې ښودلی وو، د هغه کور د امنځای په توګه اعلان شو.
دغه لښکر چې يوه بله لويه ادعا يې دا ده، چې وطن يې له کفارو تش کړی، نو بيا عفوه د چا لپاره؟ خپلو مسلمانو وروڼو ته عفوه اعلانول څه معنا؟
د مکې په فتحه کې ګڼ ملاحظات نور هم شته، چې دا يې ځای نه دی.
په دې سربېره، يو شمېر پوچ اذهانه ملايانو دغه «عمومي عفوه» د يوسف ع له لوري خپلو وروڼو ته له عفوې سره هم مقايسه کړه. خو دغه مقايسه تر اولنۍ مقايسې لا غيرمنطقي او بې بنسټه وه.
د يوسف ع په عفوه کې څو بنسټي ټکي وو:
يو، له يوسف ع سره خپلو وروڼو ظلم کړی وو او دغه مسئله په ټوله کې يوه کورنۍ مسئله وه. خو سره له دې هم، زموږ له دې فاتح! لښکر سره چا ظلم کړی وو؟ د دوی په قول، چا چې کړی وو، آيا هغه په «الهي نصرت» سره له هېواده ونه شړل شوو؟
دوه، يوسف ع د لويو خويونو او تقوا سړی وو، نو دغه لښکر چې ځان له يوسف ع سلام مقايسه کوي، لږ تامل به ورته ښه وي، ځکه يوسف ع د غچ اخيستو لپاره کنعان ته ستون نه شو او ان کله يې په دې اړه فکر هم ونه کړ.
درې، د يوسف ع وروڼو خپله اشتباه درک کړه او پخپله د خپل ورور حضور ته ورغلل، له هغه يې عفوه وغوښته او بيا يوسف ع «عمومي عفوه» ورته اعلان کړه. پر موږ راغلي لښکر ته څوک ورغلي، چا ترې بښنه غوښتې او دوی چاته د کوم جرم «عمومي عفوه» کړې؟
زه د «عمومي عفوې» او «فتحې» په بې بنسټه، بې دليله، پوچې او غيرمنطقي مفکورې تر دې هم اوږده ليکنه کولی شم؛ خو په تلو، تلو کې دومره وايم چې اوسمهال له روان کړکېچ څخه د خلاصون دوه لارې دي:
يو، راغلی لښکر که ځان د دې هېواد اتباع بولي، نو لومړی بايد د «عفوې» او «فتحې» په څېر پوچ کلمات له خپلې خولې وغورځوي او په رښتيني معنا ملي وحدت او افغانيت ته کار وکړي.
دوه، که پورتنی شرط تحقق نه مومي، نو دا چې معفو او مفتوح ملتونه رښتينی پرمختګ او سوکالي په خوب کې هم نه شي ليدلی، نو بايد دغه ولس رښتيني ازادي واخلي.