- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- استاد حبيب الله رفيع
- 1237
د زمري په ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ شپږ نوييمه کليزه وه چې د تېرو کلونو په پرتله د دولت او ملت له خوا ښه ونمانځله شوه. غونډې"سمينارونه" او منډې"لاريونونه" وشول، مجلسونه جوړ شول، راډيوګانو، ټلوېزيونونو او چاپي رسنيو په مينه او علاقه ونمانځله، د اعليحضرت امان الله خان عکسونه، ويناګانې او په دې باب خاطرې او مقالې نشر شوې.
زما لپاره ډېره هېښوونکې دا وه چې ځينې لويو کسانو او سياستمدارانو په حضوري او ټلوېزيوني غونډو کې د خپلواکۍ کليزه د خپلواکۍ تلين وبلله او په تکرار تکرار تلين وويل شو. څنګه چې دا کليزه به بيا هم نمانځو، لازمه ده چې د تلين او کليزې په باب توضيحات ورکړم.
تلين تللو ته وايي او مړ کېدلو ته وايي او کليزه بيا د زېږېدو د کال لپاره راځي. مثلا که موږ ووايو چې سږ کال د خوشحال بابا ۴۱۴مه کليزه ده، مانا يې دا ده چې خوشحال بابا له ننه ۴۱۴ کاله پخوا زېږېدلی او که ووايو چې سږ کال د خوشحال بابا ۳۳۶ تلين دی، مانا يې دا ده چې خوشحال بابا ۳۳۶ کاله وړاندې وفات شوی دی.
په دې ترتيب که موږ تلين خپلواکۍ يا کومې بلې ملي ورځې ته استعمال کړو او ووايو چې سږ کال د خپلواکۍ ۹۶ تلين دی، مانا يې دا ده چې ۹۶ کاله وړاندې له موږه خپلواکي تللې او له لاسه مو ورکړې ده؛ نو ځکه دې محترمانو لويه سهوه وکړه او بايد هيڅکله تلين د کليزې لپاره و نه وايو او البته د مړيو کليزې ته تلين ويل پر ځای کارَونه ده.
دلته د تلين په ارتباط د تلين د موضوع يو بل اړخ هم را ياد شو او هغه دا چې که يو څوک غواړي د خپلواکۍ په ۹۶ کلن بهير کې هغه تحديدونه، تهديدونه او هغه تېري او تجاوزونه ياد کړي چې زموږ ازادي يې له منځه وړې، هغوی کولای شي چې د خپلواکۍ د ۹۶ تلين تر سرليک لاندې جدي او طنزي مقاله وليکي او ياده کړي چې د سقاو د زوی غلواکۍ زموږ خپلواکي په لاسه وتلو تهديد کړه، تر هغې وروسته د مېږي پر پله تګ پر موږ د خپلواکۍ ګټې و نه لورولې. د شوروي تېري زموږ خپلواکي بيا له موږ واخيسته، د پاکستان تېری زموږ پر خپلواکۍ بريد و، د امريکا او انډيوالانو تېري د هېواد پر خپلواکۍ بلوسه وکړه او داسې نور...
داسې مقاله سمه ده، خو کليزې ته تلين ويل غلط او ناوړه تعبير دی او زموږ سياستمداران، ليکوال او د رسنيو چلوونکي بايد ځان ترې وژغوري.
سرخط ورځپاڼه