سمسور نیوز (۲۹کب۱۴۰۱) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په رارسېدو سره د مبارکۍ تر څنګ له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې په دې کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي او همداراز دندو ته د ښځو ستنېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.
حامد کرزي ټینګار کړی دی، چې په هېواد کې د ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره دې ژر تر ژره ملي خبرې اترې پیل شي.