سمسور نیوز (۱۳وری۱۴۰۲) ا،ا په ټول هېواد کې د تور ښیښو لرونکو موټرونو په ګرځېدو بندیز ولګاوه.
د ا، ا مشرتابه د نوي فرمان له مخې، د کورنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته د دغه فرمان د عملي کېدو امر شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دغه وزارت امنیتي مرستیال ټولو ولایتونو ته د دغه فرمان د تطبیق په اړه جلا جلا حکم لېږلی دی.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تورو ښیښو او بېپلیټه موټرونو تګ راتګ ډېر شوی، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.