کرونا او سياسي بې نظمیو‌ زده کړیز ‌بهير ټکنی کړی.

کرونا او سياسي بې نظمیو‌ زده کړیز ‌بهير ټکنی کړی.


  • 3 کاله دمخه (26/10/2021)
  • جاوید مسرور
  • 1149

زيات وخت شو، چې د دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو ‌زده کړيز بهير په ټپه ولاړ دی او خصوصي زده کړيز بهير هم ټکنی روان دی.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو  هم یوه میاشت ووته؛ مګر برخليک یې‌‌ اوس هم لا ګونګ دی.

په افغانستان کې ګڼو فعالانو د یو لړ کمپاینونو په ترڅ کې له طالب چارواکو غوښتي چې ښوونځي بېرته پرانیزي.

د افغانستان ‌د‌‌ ټولنیزو فعالانو له ‌جملې د قلم ټولنې مشر مطيع الله ويسا، د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير ‌سباوون، د افغانستان ځوانانو ملي خوځښت ټولنې مشر شېرين اغا توکلي او مدني فعال محب الرحمن ماليار په خپلو فېسبوک پاڼو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پيل کېدو په ملاتړ ‌هر اړخيزې څرګندونې کړي او له ‌مسولو چارواکو یې غوښتي، چې ژر تر ژره بايد ‌د ښوونځيو او پوهنتونونو ‌دروازې د ځوان نسل پر مخ خلاصې او زده کړیز بهیر باید عادي شي.

یو له دې پورته فعالانو څخه مطیع‌الله ویسا دی، چې د قلم لار په نوم د یوه بنسټ مشري کوي، نوموړي په دې وروستيو څو اوونيو کې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستلو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې عملي کمپاینونه هم پيل کړي دي.

ښاغلی ويسا د زده کړو او دنجونو تعلېم لپاره غږ پورته کول د هر افغان مسولېت ګڼي.

ښاغلي ‌ويسا پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي:

د نجونو لپاره بايد ښوونځي ژر خلاص سي.

او شلو کلونو کې، چې کومو سېمو کې ښوونځي نه وو هلته دي ښوونځي هم پرانستل سي.

 

د‌‌ مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير ‌سباوون هم د زده کړو د پيل په ملاتړ کار پيل کړی او د خواله رسنیو پر مټ يې له اوسنيو ‌مسولینو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پيل غوښتنه کړې، نوموړی وايي:

زموږ لویه بدبختي له دی ځایه معلومېږي چې مخکني حکومت د کرنتین په نامه یې یواځې تعلیمي ادارې وتړلې او په نوره هره برخه کې ازادي موجوده وه، اوسني حکومت هم ټولې ادارې خلاصې کړي یواځې دولتي پوهنتونونه او د نجونو ښوونځي یې بند کړي دي.

په یو هېواد کې چې د علمي ادارو سره دا ډول برخورد کېږي له حده زیات ځورونکې او خفه کوونکي دی، له حکومت څخه مو جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د پوهې او د علم دروازې پرانېزي

 

د افغانستان ځوانانو ملي خوځښت ټولنې مشر شیرین توکلي، د نوموړو فعالانو غوښتنه پر ځای ګڼي او د يو پيغام له لارې يې ملاتړ کوي.

ښاغلی توکلي ليکي:

له ‌ښوونځيو او پوهنتونونو څخه د خیر رڼا ګانې خپرېږي؛ لطفاً ښوونځي او پوهنتونونه پرانيځئ.

 ښوونځي او پوهنځي کولای شي جهالت ختم کړي؛ د ښوونځيو تړل د تيارو د ملاتړ په معنی ده. مهرباني وکړئ ښوونځي او پوهنتونونه ژر خلاص کړئ، چې زموږ ځوان نسل درسونه ووايي

مدني فعال محب الرحمن ماليار هم په دې برخه کې اندېښنه لري، ماليار وايي، ما به د هر ښوونځي په پرانسته کې د هوګو خبره په تکرار سره  ويله: 

چېرته چې د ښوونځي دروازه پرانستل کېږي هلته د زندان دروازه تړل کيږي.

او چېرته چې د ښوونځي دروازې تړل کيږي، نو د وطن په لور د ويجاړوونکو توپانونو د الوتلو شيبې وشمارﺉ.

یو عالم وایې، که یو کلن پلان لرئ، نو د وريجو تخم وکرئ، کهٔ لس کلن پلان لرئ، نو ونې وکرئ، خو کهٔ سل کلن پلان لرئ، نو یو ماشوم لوستی کړئ.

پايله:

 نږدې دوه کلونه کېږي، چې د کرونا او سياسي بې نظمۍ له امله ‌زموږ ځوانان له زده کړو بې برخې دي؛ اوس يې وخت رارسېدلی، چې د زده کړو دريدلی بهير ژر پيل شي او د افغانستان ملت ته دې مثبت ځواب وويل شي.

 ددې ترڅنګ په کار ده،‌ چې د‌ زده کړیز بهیر د ټولو کارکوونکو معاشونه هم پر وخت ورکړل شي؛ ترڅو په دې ‌برخه کې افغان ځوانان د بې استادۍ له ستونزې سره هم مخ نشي.

په درناوي