په ۱۰ ولایتونو کې ۱۹ تنه د نشه یي توکو د کاروبار په تور نول شوي دي.

په ۱۰ ولایتونو کې ۱۹ تنه د نشه یي توکو د کاروبار په تور نول شوي دي.


  • 3 کاله دمخه (25/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1134

د کورنیو چارو وزارت (دوشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۹) وایي، چې یاد شمېر کسان د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د نشه یي موادو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

 

دغه وزارت وایي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو منسوبینو په کابل، کندوز، کندهار، بادغیس، هلمند، بدخشان، پروان، ننګرهار، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د څو بېلا بېلو عملیاتو په پایله کې ۱۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

 

وزارت وایي، چې د یادو کسانو له ډلې څخه یو اندازه هیرویین، ښيښه، چرس، تریاک، بنګدانې، دوه میله وسلې او د نشه يي توکو د پلور له اړخه ۱۵۳۸۰ افغانۍ نقدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

 

د یادولو ده، چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دغه وزارت تېره ورځ هم په مشرقي ولایت لغمان کې د شپږ تنو د جنایي جرمونو په تړاو د نیول کېدو خبر ورکړی و.