سیمې ته د زلمي خلیلزاد نوی سفر

سیمې ته د زلمي خلیلزاد نوی سفر


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1259

 

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د کار مودې له شروع کېدو وروسته زلمي خلیلزاد د افغان سولې برخه کې د شته خنډونو د لمنځه وړلو لپاره نوی سفر پیل کړی دی.

خلیلزاد به په دې سفر کې د سیمې هېوادونو له استازو سره د افغان کشالې د حل په اړه خبرې وکړي تر څو دلته روان تاوتریخوالی کم شي.

خلیلزاد له دې وړاندې د امریکا د مخکیني ولسمشر په دوره کې هم د سیمې هېوادونو ته سفرونه درلودلي وو؛ خو افغان سیاستوال وايي چې دده، دغه ډول سفرونه د افغان سولې په اړه کمرنګه دي.

دوی وايي چې د امریکا نوی حکومت دې د افغان سولې په اړه ګړندي ګامونه پورته کړي.

خلیلزاد داسې مهال د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي، چې امریکا د طالبانو سره د شوې هوکړې په اړه بیا کتنه کوي او له هغې وروسته به خپل دریځ روښانه کوي.