امریکا: افغان حکومت سره له همکاریو مخ نه ګرځوو

امریکا: افغان حکومت سره له همکاریو مخ نه ګرځوو


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1061

امریکا یو وار بیا له افغان حکومت سره په خپلو بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

دا څرګندونې په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې به لا غښتلې او غځوي. 

ښاغلي راس ویلسن همداراز ویلي، دوی به هېڅکله پرېنږدي، چې د افغانستان او افغانانو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له‌منځه ولاړې شي او خطرونه ورته متوجه شي. 

ښاغلي حنیف اتمر بیا ویلي، چې افغانانو ته سوله لومړیتوب لري او په وینا یې امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.

اتمر دغه‌راز ویلي، امریکا باید د افغان سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره لا ډېره هڅه وکړي او پر نړیوالو فشار راوړي، څو افغان سوله دایمي ټنګښت ومومي او د ثبات لپاره یې صادقانه رول ادا کړي.