ننکرهار کې د چورلکې غورځیدو له کبله دوه تنه مړه شوي.
د ملي دفاع وزارت وایي، چې تېره شپه دننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه دتخنیکي ستونزې له کبله لویدلې. د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ام آی ۱۷ چورلکه دپورته کېدو په وخت کې لویدلې چې دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.