د سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې شوې

د سپین بولدک لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې شوې


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1239

په کندهار کې پاکستان سره پرته د سپین بولدک دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې ده.

د کندهار والي یوسف وفا ویلي، د سپین بولدک دروازه به تر هغه تړلي وي، چې تر څو له پاکستاني چارواکو سره یوې اساسي پایلې ته رسېدلی نه وي.

د کندهار رسنیز دفتر څخه په خپرو شویو مالوماتو کې راغلي، چې په وروستیو کې سپین بولدک کې پاکستاني پوله ساتو ګڼو عامو افغانانو، سوداګرو او ناروغانو ته ستونزې جوړې کړې دي، چې په خبره یې دا ستونزه یې له پاکستاني چارواکو سره هم شریکه کړې؛ خو لا هم هغه لوري په دې برخه کې اقدامات نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په سپین بولدک کې د پاکستاني پوله ساتو له لوري د یو شمېر افغانانو د ځورولو راپورونه هم ورکړل شوي دي؛ خو بل‌خوا بیا پاکستاني چارواکو د دې مسئلې په رد سره ویلي، چې هڅه کوي دې مسئلې ته یوه اساسي حلار ومومي.